مسؤلین: سږ کال دسمنګان د پستو حاصلات۱۰ سلنه زیات شوي

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت د پستو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس همایون حبیب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، سږ کال تر دې دمه ۱۸۰ ټنه د پستې حاصل تر لاسه شوی چې تېر کال دا رقم ۱۷۰ ټنه و.

ښاغلي همایون وویل، د پستې دغه حاصلات له څه باندې ۶۲ زره هکتاره ځمکې له ځنګلونو تر لاسه شوي دي.

نوموړی وايي، تېر کال یو من پسته په ۶۰۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال چې پستې مغز لرونکې دي، یو من په ۸۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

په سمنګان کې د پستو حاصلات له حضرت سلطان، دره صوف بالا او فیروزنخچیر ولسوالیو څخه تر لاسه شوي دي