ځایي چارواکي: کندز کې د سړي تښتوونکو یوه ۴ کسېزه ډله نېول شوې

د کندز سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د سړي تښتوونکو د یوې څلور کسېزې ډلې د نېولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د والي مرستیال حشمت الله رحیمي عرضبیګي له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د سړي تښتوونکو دغې څلور کسېزې ډلې څه موده وړاندې له کندز ښار څخه یو تن یو کلن ماشوم تښتولي و، خو بیا یې د ۱۵ زره ډالرو په بدل کې ازاد کړی و.

ښاغلي عرضبیګي زیاته کړه چې له دغو نیول شویو کسانو څخه څېړنې او پوښتنې روانې دي او له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د انسان تښتوونکو د دغې څلور کسېزې ډلې د نېول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ښار کې جنایي جرمونو، قتلونو، غلاو او د اختطاف پېښو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.