د نورستان چارواکي: وسله والو په برګيمټال ولسوالۍ برید کړی

ځایي چارواکي وایي، د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه ۵۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان د والي د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې تر دې دمه د ملی اردو یو سرتېری او یو ماشوم وژل شوي دي او په خبره یې چې دغه جګړه د نن ورځې د سهار له څلور نیمو بجو پیل او تر اوسه روانه ده.

حافظ عبدالقیوم څو شیبې وړاندې وویل چې سلګونو وسله والو طالبانو چې پاکستاني مشاورین هم ورسره دي، د نورستان په برګیمټال ولسوالۍ یې بریدونه پیل کړي دي.

د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجینر سعدالله پاینده زوی ازادي راډیو ته وویل، که په وخت برګیمټال ته هوايي او کومکي ځواکونه ونه رسېږي، امکان لري چې یاده ولسوالي سقوط وکړي.

خو د نورستان والي وایي، سیمې ته هوايي ځواکونه رسېدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې تر اوسه يې ملګرو یوه امنیتي پوسته نیولې .