ایرما سمندري توپان فلوریدا ایالت ته روان دی

ایرما سمندري توپان فلوریدا ایالت ته روان دی او د میامي ښار ځینې برخې یې پرون تر اوبو لاندې کړي دي.

د څلورمې درجې دا سمندري توپان له چټک باد سره مل دی چې په ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره مزل وهي.

ایرما سمندري توپان له فلوریدا کیس ټاپوګانو اوښتی او تمه ده چې نن ناوخته د مکسیکو خلیج، تامپا او سنټ پیټرزبرګ سیمو ته ورسېږي.

د امریکا مرستیال ولسمشر پرون د امریکا د بیړنۍ حالاتو له فدرال ادارې لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له دغه توپان سره د مخ کېدو لپاره ایالتي چارواکو ته د فدرال سرچینې د بشپړې استفادې اجازه ورکړل شوې ده:

"ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلوریډا والي سکاټ او نورو چارواکو ته د ایرما سمندري توپان سره د مخ کېدو د ښه چمتووالي لپاره د فدرال سرچینو د بشپړې استفادې امر کړی دی. موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو خو باید یاده مو و چې دا یو خطرناکه توپان دی او لا هم چلیږي."

د فلوریدا ایالت والي ریک سکاټ د هغو سیمو د پنځو میلیونو اوسیدونکو د تخلیې امر کړی چې له ګواښ سره مخ دي.

په ټوله فلوریډا کې د ایرما سمندري توپان له امله یو نیم میلیونه کورونه له بريښنا محرومه شوي دي.

که څه هم په فلوریډا کې د ایرما په سبب چاته د مرګژوبلې د اوښتو خبر نشته خو دغه توپان په کربین ټاپوګانو کې شاوخوا دېرش کسان مړه کړي دي.