د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دی چې په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
شوکت میرضائیف دا خبره پرون له غرمې وروسته د قزاقستان په مرکز استانه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې پرمهال وکړه.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ازبک ولسمشر ویلي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د ټولې سیمې په ګټه ده.
د میرضائیف په حواله ویل شوي دي چې ازبکستان به د افغان سوداګرو پر مالونو مالیه هم کمه کړي.
افغان ولسمشر په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان د سوداګرو یو پلاوی به ازبکستان ته سفر وکړي چې د دوه اړخېزه هکاریو پر مسئله خبرې او بحثونه وکړي.