د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پېژندل شوې لرغونپوهې نانسي اېچ دوپرې پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.
نانسي اېچ دوپرئ چې په خټه امريکايۍ وه، له اوږدې مودې راهيسې ناروغه وه چې پرون د ٩٠ کلونو په عمر مړه شوه.
په همدې تړاو په کابل کې د امريکا د سفارت په اعلاميه کې ځانګړي شارژدافيير هوګو لارينس هم د مېرمن دوپرې پر مړينې خواشيني ښوولې او ويلي يې دي، هغې له ١٩٦٢میلادي کال څخه د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د خونديتوب لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.
هغې څو لسيزې د افغانستان د لرغونو اثارو په راټولولو او نړۍ ته يې په ورپېژندلو کې کار کړى و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند نن یکشنبه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د مېرمن دوپرې مړينه يوه لويه ضايعه وګڼله.
مېرمن نانسي اېچ دوپرې ته د افغانستان لپاره د ارزښتمنو خدمتونو له کبله د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوى و.