چارواکي: طالبانو او داعشیانو په جوزجان کې۳۳ ملکیان برمته کړي

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو او داعش ډلې غړو د قوشتېپې او درزاب ولسواليو ترمنځ لار کې ٣٣ مسافر له ځان سره بېولي دي.

د قوشتيپې ولسوال امين الله امين نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو پر دې لار تر نښتې وروسته پاټکونه اچولي دي.

ولسوال وايي، د داعش جنګياليو پرون ناوخته کله چې د مسافرو يو کاروان له قوشتېپې څخه د درزاب ولسوالۍ پر لوري روان و، ودراوه، ١٣ مسافر يې له ځان سره بوتلل.

دى وايي وسله والو طالبانو بيا د دغو مسافرو له ډلې ٢٠ تنه د ګردن کلي پر لوري له ځان سره بېولي دي.

د قوشتېپې ولسوال وايي، وسله والو طالبانو دغه مسافر له داعش سره او داعش ډلې دغه کسان له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور له ځانونو سره بېولي دي.

تر دامهاله دې دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.