مسؤلین: په کندهار کې یو کرنیز نندارتون پرانېستل کېږي

د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې کرنیزو توکو ته د بازار موندنې په هدف، کرنیز نندارتون پرانېستل کېږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې کرنیز محصولات لکه انار، انګور او دغه شان کرنیز ماشینونه، کرنیز او حیواني درمل په څه باندې ۶۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل کېږي.

تېر کال دغه نندارتون په پنجوايي ولسوالۍ کې جوړ شوی و.

دغه نندارتون د «Food zone » بنسټ په مالي همکارۍ جوړېږي.