خوګیاڼی: د ننګرهار بهسودو کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي

د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په چاودنه کې د یوه سرتېري په ګډون څلور ملکيان ټپيان شوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د بهسود ولسوالۍ اړوند د همیم مدرسې ته څېرمه د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل پر هاموې ډوله موټر شوې.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي دغه چاودنه نن شااوخوا ۱۱ بجې د ځای پر ځای شوې ماین له امله شوې چې د سرحدي لوا قوماندان یو ساتوونکی او درې ملکیان چې یو ماشوم او مېرمن هم په کې ده، ټپیان شوي، خو خپله حسین خېل له برید روغ وتلی دی.

پخوانی معلومات

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې چاودنې یو تن ملکي وګړی زخمي کړی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي نن غرمه مهال د بهسود ولسوالۍ اړوند د همیم مدرسې ته نېږدې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

نوموړی وايي په دې پېښه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی یوازې یو تن ملکي وګړی ې په لاره پلی روان و زخمي شوی دی.

د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.