خوستوال: په سوله به روانې بدمرغۍ او وژنې ختموو

د شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو او د بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو غړو د شهید اونۍ د لمانځنې په ناسته کې له افغانانو وغوښتل چې د روانو بدمرغیو، ورانیو او وژنو د مخنیوي، د سرتاسري سولې د ټینګښت او د هېواد ابادولو ته یو لاس شي.

مدني فعال سیدکریم خان خاکسار ازادي راډیو ته وویل، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانان په یوموټیتوب سره د روانو جګړو او ورانیو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.

دی د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو هم غواړي چې له سولې سره یو ځای شي تر څو جګړې راڅخه نور شخصیتونه او خلک وانخلي.

ښاغلي خاکسار زیاته کړه:

"افغانان باید له دې زیات له جنګونو او نورو ستونځو ځانونه وژغوري، د سولې لپاره کار وکړي، د شهیدانو لپاره مو دا یوه ورځ بس ده، نورې باید داسې ورځې ونه لرو چې خپل ملي شخصیتونه له لاسه ورکړو، باید پدې هېواد کې سوله او امن راشي، د دولت د وسله والو مخالفینو مې هم دا غوښتنه ده، چې باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي."

د خوست یو قومي مشر حاجي محمدقیوم خان هم افغانانو ته ورته پیغام لري:

"زموږ پیشنهاد دادی چې دا څومره شهیدان وشول دا کافي دي، له دې زیات موږ ته د اتحاد ضرورت دی، یووالی وکړو او ټول متحداً د رئيس جمهور نه نیولي تر اخرین فرده پورې په یو غږ ووایو چې موږ سوله غواړو، د سولې لپاره موږ اماده یو، داسې نه چې یو کس سوله غواړي او بل کس د خپلو شخصي اغراضو په خاطر د سولې ماتول غواړي."

بل لوري ته په همدې ورځ د کابل د لويې جرګې په خیمه کې د شهید اوونۍ او د احمدشاه مسعود د ترور د شپاړسم تلین په لمان ځغونډه کې یو شمېر افغان سیاسي مشرانو هم په خپلو ویناوو کې پر ملي یووالي ټیګار کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني یادې غونډې ته په استول شوي پیغام کې ویلي و، هغوی چې د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي، د شهیدانو او د افغانستان د خلکو د ارمانونو ضد دي.