شپږ تنه افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې وژل شوي چې وسله والو طالبانو یې پر پوستې برید وکړ.
د بادغیس والي محمد انور اسحق زي ازادي راډیو ته وویل چې دا برید تېره ورځ د ګلچین سیمې پر امنیتي پوسته شوی دی.
د بادغیس چارواکي وایي، په دې برید کې دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.