د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په تېرو څو ورځو کې د پرله پسې رخصتیو له امله افغان سوداګرو ته، میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغو رخصتیو پر خصوصي سکټور منفي اغېز کړی او د هېواد اقتصادي وضعیت یې له رکود سره مخ کړی دی.
ښاغلي پسرلي زیاته کړه:
"دغه بې نظمۍ او پرله پسې رخصتۍ د دې لامل کېږي چې زموږ اقتصادي وضعیت خراب شي او شرکتونه له تاوان سره مخ شي، پر موږ د برېښنا ،کور او کارکونکو معاش چارچېږي، خو تولید نه لرو"
نوموړی وايي، په افغانستان کې د ځینو رخصتیو له امله لارې او سړکونه د کاروباریانو پر مخ تړل کېږي او دوی نشي کولای چې انتقالات وکړي.