امریکا له عربو هېوادونو غوښتي چې له قطر سره اختلافات حل کړي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر له سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو وغوښتل چې له قطر سره خپل اختلافات حل کړي.

د سپينې ماڼۍ په وینا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې هېوادونو دا هم غوښتې دي چې د ایران پرضد یوه جبهه جوړه کړي.

ټرمپ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د متحد عربي اماراتو له ولیعهد محمد بن زید ال-نهیان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره جلا جلا خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ دغو چارواکو ته ویلي دي چې د واشنګتن د عربي متحدانو ترمنځ وحدت د سیمې د ثبات او د ایران د ګواښ پرضد د مبارزې لپاره مهم دی.

سعودي عربستان، متحد عربي اماراتو، بحرین او مصر د جون له میاشتې راپه دې خوا له قطر سره اړیکي قطع دي.

دغو هېوادونو قطر تورن کړی دی چې له ایران سره نژدې اړیکي لري او له افراطي مسلمانانو سره نرم چلند کوي.

خو دوحې دا تورونه رد کړې دي.