په مکسیکو کې د تېرې ورځې زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۸ ته ورسېد

د مکسیکو چارواکي وایي چې د پنجشنبې د ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر اته پنځوس تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جیولوجي سروې وایي چې دا زلزله د ریښتر په کچه اته اعشاریه یو درجه وه.

خو د مکسیکو د کورنیو چارو وزارت د هغې کچه اته اعشاریه څلور ښوولې.

دې زلزلې وړه څونامي جوړه کړه او په مکسیکو کې یې یو شمېر ودانۍ ونړولې.

د مکسیکو د ملکي دفاعي ادارې رئیس د اوکساکا په ایالت کې د پنځه څلوېښت کسانو مړینه تایید کړه او لیوس فیلیپي پانتي پر ټویټر ولیکل چې لس تنه نور په چاپاس سیمه کې او درې تنه هم د تاپاڅکو ایالت په ګالف ساحل کې وژل شوې دي.

د مکسیکو ولسمشر ویلي دي چې دا په نژدې یوې پیړۍ کې تر ټولو سخته زلزله وه.