ناڅرګندو وسله والو د کاپیسا د علماء شورا رئیس وژلی دی.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې مولوي ګل محمد او یو تن ساتونکی یې نن شنبه سهار وژل شوي دي.
دا پېښه نن شنبه سهار د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په حصه دوم سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د کاپيسا د ګاونډي پروان ولایت د علماء شورا مشر هم په بمي چاودنه کې ووژل شو.