د پاکستان صدراعظم پرون د هغه هېواد پینځمه اټمي کارخانه پرانیستله چې د چین په مرسته جوړه شوې ده.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون جمعه وویل چې د "چشمه" پنځمه اټمي کارخانه درې سوه او څلوېښت مېګا واټه برېښناتولېدولائ شي.
عباسي وویل چې د داسې پروژو بشپړول د پاکستان د حکومت لپاره لومړیتوب لري او ژمنه یې وکړه چې د راتلونکي میلادي کال تر جولاي میاشت پورې به د لس زره میګاواټه انرژۍ د تولید پروژې بشپړې شي.
نوې پرانیستل شوې بټۍ د اسلام اباد په دوه نیم سوه کېلومترۍ کې جوړه شوې ده.
دا د پاکستان د اټمي انرژۍ د کمېسیون او د چین د اټمي انرژۍ ادارې څلورمه ګډه پروژه ده.
د چشمه په نوم نوې پرانیستل شوې کارخانه درې اټمي بټۍ لري چې فعالیت کوي.
پاکستان په کراچي ښار کې هم ورته اټمي کارخانه لري.
خو د پاکستان حکومت پلان لري چې په هغه هېواد کې د برېښنا د اړتیا د پوره کولو لپاره دوې ورته کارخانې په کراچي ښار کې جوړې کړي.
چین په دوامدار ډول په پاکستان کې دخپلې پانګونې د زیاتولو هڅې کوي.
د چین حکومت د خپل لرې پراته ولایت شینجیانګ او د پاکستان د ګوادر بندر ترمنځ د ارتباط یوه پروژه هم پېل کړې چې ۴۶میلیارد ډالر پانګونه ورباندې شوې ده.