د روسیې دفاع وزارت وايي چې د سوریې په ختیځ ښار دیرالزور کې یې په یوه هوايي حمله کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش څلور جګپوړي قوماندانان وژلي دي.
روسي چارواکي وايي، د حملې په وژل شوېو کې د تاجکستان یو پخوانی جګپوړی امنیتي مقام هم شامل دی.
روسي خبري رسنیو نن د دفاع وزارت د یوه بیان په حواله خبر ورکړ چې په دې هوايي حمله کې د داعش د بهرنیو جنګیالیو د مسؤل ابومحمد الشیمالي Abu Muhammad al-Shimali او د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د پخواني مقام ګلمرادحلیموف Gulmurod Halimov په ګډون ۴۰ وسله وال وژل شوي.
حلیموف تر ډېره د داعش د جګړې د وزیر په توګه ګڼل کېده.
بیان زیاتوي چې دا هوايي حمله په دیرالزور کې په یوه سمڅه کې د قوماندانانو پر یوه غونډه شوې ده.
په بیان کې ویل شوي چې د کره معلوماتو پر بنسټ په وژل شوېو کسانو کې څلور مخکښ قوماندانان شامل دي.
په دیرالزور کې د روسیې په ملاتړ د دولتي ځواکونو او د داعش د وسله والو ترمنځ چې یو ځل بیا پر دې ښار د ولکې ټینګولو هڅه کوي درنې جګړې روانې دي.
وروسته له دې چې د سوریې حکومتي ځواکونو پر دیرالزور ښار د داعش درې کلنه ولکه پای ته ورسوله ولسمشر ولادیمیرپوتین په روانه اوونۍ کې ولسمشر بشارالاسد ته د دې بریا مبارکي وویله.
په سوریه کې د ۲۰۱۵ میلادي کال په سیپټمبر کې د روسیې د هوايي حملو له پیلیدو په راوروسته میاشتو کې لویدیځو چارواکو ویلي دي چې روسیې نه یوازې د داعش ډلې بلکې د ولسمشر نورې مخالفې ډلې هم په نښه کړي دي.