چین او پاکستان له وسله والو طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې

چین او پاکستان په افغانستان کې د بحران د حل لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن په خپله کتنه کې په دې اړه خبرې وکړې.

وانګ یي او خواجه آصف نن په پیکېنګ کې په خپله کتنه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ انتقاد وکړ او ویې ویل، امریکا باید د ترورېزم پرضد په جګړه کې د پاکستان هڅې له پامه ونه غورځوي.

وانګ یي وویل، د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د خبرو اترو د لړۍ په پیل کې سږ کال سره وویني او زیاته یې کړه چې کابل او اسلام اباد به د چین په مرسته د یووالي پر اوږده لاره ګام واخلي.

د کابل او اسلام آباد د اړیکو د نژدې کولو لپاره له دې مخکې هم هڅې شوي او د همدې هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په روانه میلادي میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال سره وګوري.