د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر او د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د راپورته شوي جنجال د حللپاره د منځګړي په توګه د کویټ له هڅو هرکلی وکړ.
ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د کویټ له امیر شیخ صباح الاحمد الصباح سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، د خلیج سیمې د ثبات لپاره د کویټ هڅې مهمې دي.
ولسمشر ټرمپ وویل:
"دا ټولې شخړې وروسته تر هغې پیل شوې چې یو شمېر هېوادونه له ترورېزمه پراخ مالي ملاتړ کوي. زه غواړم چې د ترورېزم مالي ملاتړ باید بند شي. موږ به د ترورېزم د مالي ملاتړ مخه ونیسو او که دوی د ترورېزم مالي ملاتړ بند نهکړي زه به د دوی ترمنځ د نږدیوالي لپاره هڅې ونهکړم .خو زه فکر کوم چې دوی دا هڅې غواړي."
د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې دا د خلیج په عرب هېوادونو پورې اړه لري چې ځان ته د څه ډول راتلونکي غوښتونکي دي.
ده وویل:
"د منځني ختیځ هر هېواد باید په خپله فکر وکړي چې د خپلو بچو لپاره څه ډول راتلونکی غواړي تاوتریخوالی او که سوله غواړي. په دې برخه کې باید د ایران په څېر هېوادونو سره هم چلند وشي چې له تروریستي او سخت دریځو ډلو او ملېشوملاتړ کوي."
ولسمشر ټرمپ وویل، د خلیج عرب هېوادونه د امریکا دوستان دي.
ډونالډ ټرمپ وویل هغه غواړي چې د قطر سعودي او اماراتو ترمنځ منځګړتوب وکړي چې د هغه په خبره اغېزمن به ثابت شي.
د کویټ امیر شیخ صباح وايي، هیله من دي چې د قطر او سعودي عربستان ترمنځ د جنجال د حللپاره به د ده هڅې نتیجه ورکړي.
شیخ صباح وویل، د سعودي په شمول ۴ هېوادونو له قطر سره د اختلافاتو د حللپاره ۱۳ غوښتنې وړاندې کړي دي.
د کویت د امیر په خبره که څه هم قطر ځینې غوښتنې رد کړي دي خو دی بیاهم هیله مند دی چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې ممکنه دي.
خو د سعودي په ګډون څلورعرب هېوادونه بیا د کویټ د امیر دې خبرو ته زیات خوشبینه نهدي او د شیخ صباح د ځینو خبرو پر وړاندې يې خپله ناراحتي څرګنده کړې ده.
دا هېوادونه وايي، له قطر سره د ستونزې د حل په هدف د خبرو لپاره باید هېڅ ډول مخکې له مخکې شرطونه نه وي.
خو دا هېوادونه ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره پوځي انتخاب نه مطرح دی او نه به هېڅکله مطرح شي.