د امريکا متحدو ايالتونه تر ٢٠٢٢میلادي کاله پورې افغانستان ته ١٥٠ څرخي الوتکې ورکوي.
دفاع وزارت وايي، دغه الوتکې چې په نوې ټکنالوژۍ سمبالې دي، د ټرورېزم په وړاندې په مبارزه کې اغېزناک رول لوبولاى شي.
تر دې مخکې د افغانستان هوايي ځواک د الوتکو له کمبود څخه شکايتونه درلودل.
صالح محمد صالح د افغانستان د دفاع وزارت له وياند تورن جنرال دولت وزيري څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې:
دا ١٥٠ الوتکې به د دولت د وسلوالو مخالفانو په وړاندې په مبارزه کې د افغانستان له هوايي ځواک سره څومره مرسته وکړي؟
Your browser doesn’t support HTML5