ترکیې پر ظفر چاګلایان د امریکايي څارنوالانو تورونه رد کړل

د ترکیې حکومت پرون د امریکايي څارنوالانو له خوا د دغه هېواد د اقتصاد پر پخواني وزیر لګیدلي تورونه رد کړل.

امریکايي څارنوالانو تور پورې کړی چې د ترکیې د اقتصاد مخکینی وزیر ظفر چاګلایان د پيسو په بدل کې له ایران سره مرسته کړې څو د امریکا د بندیزونو قانون ونه مني.

د ترکیې د اقتصاد اوسنۍ وزیر نهاد زبیاکچي په استانبول کې رسنیو ته ویلي چې ظفر چاګلایان داسې کوم کار نه دی کړی چې د ترکیې ملي ګټې دې وننګوي.

د ترکیې د اقتصاد پخوانی وزیر ظفرچاګلاین د ترکیې د حکومت تر ټولو لوړپوړی پخوانی چارواکی دی چې د امریکايي څارنوالانو له خوا ایران ته د دې زمینې په برابرولو تورنیږي چې د امریکا له مالي سیسټم ګټه پورته کړي او یا بندیزونه تحریم کړي.