د افغانستان د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د بدیل معیشت کنفرانس جوړولو لپاره چمتوالی نیسي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موضوع د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایم, پر ضد د مبارزې سازمان له استازي جرمي ملسون سره په لیدنه کې یاده کړې ده.
په دې ليدنه کې اغلي عظیمي ویلي چې دا کنفرانس به له نورو کنفرانسونو او غونډو سره توپير ولري او هڅه به پهکې وکړو چې د بدیل معیشت په برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو څخه ګټه واخېستل شي.