واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د افغانستان د جګړې په اوږدو کې د امریکایي ځواکونو یوه پخوانۍ قرارګاه بیا وکارول شوه.
ورځپاڼه د یو شمېر سرتېرو له قوله لیکي چې ځینې امریکایې سرتېرو د هلمند د څو ناآرامه ولسوالیو په څنګ کې یوه پخوانۍ قرارګاه بېرته فعاله کړه.
فیډلرز ګرین قرارګاه لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې وه څو په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو د دوبي په عملیاتو کې هلته توپخانه ځای پرځای شي.
اوس د امریکا درې سوه کسیزه قوا په هلمند کې له دغې قرارګاه څخه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره کار اخلي.
واشنګټن پوسټ په یوه بل مطلب کې د امریکایي چارواکو له قوله لیکي، واشنګټن ۳۵۰۰ تازه دمې سرتیري افغانستان ته لېږي.
له دغو ځواکونو سره به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ټولیز شمېر ۱۴ زره او ۵۰۰ ته ورسېږي.
ورځپاڼه لیکي:
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو امر یې لاسلیک کړی دی، خو ویلي یې و ترڅو چې کانګرس ته معلومات ورنهکړي پهدې اړه څه نه وایي.
ورځپاڼه زیاتوي:
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا د کانګرس له غړو سره ولیدل.
واشنګټن پوسټ لیکي:
هغو چارواکو چې د دغو سرتېرو د شمېرې په اړه یې خبري وکړې، د نومونو له ښودلو ډډه وکړه.
ورځپاڼه لیکي، دا معلومه نهده چې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې به د دغو سرتېرو ماموریت څه وي او تر کله به دا ماموریت مخته وړي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوي ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې دغه ستراتیژۍ د جګړې په ډګر پورې تړلې ده او کوم زماني مهال ویش نهلري.
ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د پاکستان په وړاندې به یې دریځ تروریستانو ته د پناه ورکولو له کبله لا سخت شي.
واشنګټن پوسټ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکي:
امریکایي ځواکونه به د نوي ستراتیژۍ د عملي کېدو لپاره د اړتیا وړ وسایل او نوي جنګي مقررات ولري.
ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله وایي، د جنګ دغه نوي مقررات ښایي امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې وسلهوال طالبان په هرځای کې په نښه کوي ان که هغوی په مستقیم ډول افغان ځواکونو ته کوم ګواښ هم نهوي.