د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټول هېواد کې د رأيې ورکولو د مرکزونو د څېړنې د بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس وايي، د رأيې ورکولو په سلو کې د ۹۶ مرکزونو د څېړنې بهیر پای ته رسیدلی.
امام محمد وریماچ ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد ۳۳ ولسوالۍ د نا امنیو له کبله له دې بهیر ه پاتې شوي خو ده زیاته کړه:
"هڅې مو روانې دي او کمېسیون له قومي مشرانو او سیمهییزو چارواکو سره په خبرو بوخت دی. هڅه مو داده چې وکولای شو دې ساحو ته هم ځان ورسوو او د هغه مرکزونو ارزیابي هم وشي چې پاتې دي. "
ښاغلي وریماچ ونه ویل چې دا ولسوالۍ په کومو ولایتونو کې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأيې ورکولو د مرکزونو د ارزیابۍ او انډول کولو چارې د زمري یا اسد په ۱۶مه پیل کړې وې.