د سره صلیب نړيواله کمېټه: ۱۲ لکه وګړي د ایرما توپان ځپلي دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د کارائیب سمندرګي په شاوخوا کې د پرتو هېوادونو ۱۲ لکه وګړي د ایرما Irma په نوم سمندري توپان یا هریکان ځپلي دي.

اټکل کېږي چې دا توپان اوس مهال په مستقیم ډول د امریکا د متحدو ایالاتو د فلوریډا ایالت خوا ته ور روان دی.

د سره صلیب چارواکو پرون وویل چې ایرما توفان په بربودا ټاپو کې تقریباً ټولې ودانۍ یا نړولي یایې زیانمنې کړي او په پویرتو ریکو Puerto Rico کې د امریکا د قلمرو جز دی شاوخوا یو میلیون وګړي له بریښنا بې برخې شوي دي.

ایرما همدا راز په کارابین سیمه کې تر دې دمه نهه کسان وژلي او د وېرجن ټاپوګانو، انګویلا او سینت مارتین په ګډون د برتانیا او د فرانسې څو ټاپوګان یې سخت زیانمن کړي دي.

د هواپیژندنې ادارې اټکل کوي چې د هریکان ایرما به نن ناوخته د کیوبا پر لور حرکت وکړي.