د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چې د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په وړاندې پوځي اقدام یوه لاره ده خو ده هیله څرګنده کړه چې دې کار ته اړتیا پېښه نهشي.
ټرمپ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پوځي اقدام په قطعي ډول یوه لاره ده او زیاته یې کړه زه غوره ګڼم چې پوځي اقدام ته اړنهشو.
ټرمپ وویل، که د شمالي کوریا پرضد له پوځي اقداماتو څخه کار واخېستل شي دا به د دې هېواد لپاره یو ډېر خواشینوونکی حالت وي.
شمالي کوریا تیره اوونۍ د یوه هایدروجني بم بریالۍ ازموینه اعلان کړه او ویې ویل، دا بم د داسې یو بالسټیک میزائیل په سروکي کې د ځای پرځای کولو وړتیا لري چې متحدایالات ویشتلای شي.
له دې ازموینې وروسته واشنګټن د ملګرو ملتونو لهخوا پر پیونګ یانګ د نویو بندیزونو د لړۍ غوښتنه وکړه.
پرون له دې مخکې روسیې او جاپان وویل، دوی په دې برخه کې چې شمالي کوریا د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ کوي موافقه کړې ده خو له دې سره-سره داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې مسکو به پر پیونګ یانګ د ملګروملتونو له خوا د نوېو بندیزونو د لګولو د طرحې په وړاندې د مخالفت له دریځ څخه واوړي.