کوسوو کې راموش هارادینای د مؤظف صدراعظم په توګه نومول شوی

د کوسوو ولسمشر د ملېشو پخوانی قوماندان راموش هارادینای Ramush Haradinaj د مؤظف صدراعظم په توګه نومولی او د حکومت د سپارلو دنده یې ورسپارلې ده.

ولسمشر هاشم تاچي غواړي له دې لارې په کوسوو کې له یوې میاشتې راهیسې پیل شوی سیاسي کړکېچ ختم کړي.

هارادینای ته د مؤظف صدراعظم دنده لنډه موده وروسته له هغه ورکول کېږي چې د کوسوو د ډیموکراټیک ګوند یو غړی کادري ویسیلي Kadri Veseli د پارلمان د مشر په توګه غوره شو.

هارادینای د کوسوو د خپلواکۍ د جګړې ګډونوال و او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې هم د لنډې مودې لپاره د صدراعظم په توګه غوره شو خو وروسته یې له دندې استعفا وکړه او د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د ملګروملتونو د جنګي جرایمو نړیوالې محکمې ته حاضر شو.

نوموړي له دې محکمې څخه برائت واخېست خو په ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو کې د کوسوو د جګړې پر مهال د قتل او شکنجې په تورونو لاهم د سربیا د حکومت تر تعقیب لاندې دی.