د ایرما په نوم شدید توپان د کارائیب په ټاپوګانو او پورتریکو کې اووه تنه مړه کړل او نن د هیټي او ډومینیکن جمهوریت پر لور خوځېدلی دی.
د توپان له امله په پورتوریکو او کارائیب ټاپوګانو کې سخت باد او باران و او لارې یې بندې کړې دي.
د امریکا فلوریډا ایالت هم په راتلونکو څو ورځو کې له دې توپان سره د مخامخ کېدو لپاره تیاری نیسي او داسې ګڼل کېږې چې د میامې ساحلي سیمې به لاندې کړي.
داسې ګڼل کېږې چې ایرما توپان به ډېرې سیمې تخریب کړي او شدتیې په پنځمه درجه کې چې په امریکا کې د توپانونو تر ټولو لوړه درجه ده، اټکل شوی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرارد کولومب "Gérard Collomb" ویلي چې د کارائیب په فرانسوي ټاپو سن مارټن کې اته تنه مړه شوي، د تلفاتو شمېر ښايي لا لوړ شي.
د سن مارټن ټاپو سیمهییزو چارواکو ویلي چې د دې ټاپو ۹۵ فیصده برخه تخریب شوې ده.