افغانستان کې د ګرجستان ۳ عسکر زخمیان شوي دي

د ګرجستان دفاع وزارت ومنله چې په افغانستان کې یې درې عسکر زخمیان شوي دي.

دا عسکر پرون چهارشنبه په بګرام کې په وسله‎واله حمله کې زخمیان شوي دي.

د ګرجستان د دفاع وزارت خبرپاڼه چې نن د هغه هېواد مطبوعاتو خپره کړې، څرګندوي چې د زخمیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د امریکا پوځ پرون وویل چې د بګرام د هوايي اډې په دروازه کې په انتحاري حمله کې پرون نړیوالو ځواکونو ته زیات تاوان نه دی رسېدلی.

د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.