امریکا کې د اردوغان پخواني همکاران ایران سره په مرستو تورن شول

په امریکا کې څارنوالانو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان زیات شمېر پخواني همکاران په داسې دسیسه کې چې له ایران سره مرسته کوي چې د امریکا له بندیزونو ځان وباسي، په لاس درلودلو تورن کړل.

په هغه صورت دعوی کې چې پرون د نیویارک ښار د منهاټن سیمې په محکمه کې ثبت شوه، د ترکیې د اقتصاد پخوانی وزیر محمد ظفر چالایان تورن شوی چې لسګونه میلیونه ډالر او ګاڼې یې په رشوت کې اخیستې او پر ایران د مالي بندیزونو د قانون خلاف‌يې له هغه هېواد سره مرسته کړې چې د امریکا له مالي سیستمه خپلې مالي معاملې تېرې کړي.

پر دې اساس، د بډایه ایراني‌الاصله ترکي سوداګر محمد رضا ضراب د اتهامونو دوسیه لا پنډه شوې ده.

ضراب تېر کال د ایران له حکومت او نورو ایراني شرکتونو سره له بندیزونو په خلاصون کې د همکارۍ په تور په نیویارک کي ونیول شو او محاکمهېې روانه ده.

څارنوالانو ویلي چې په صورت دعوی کې به څرګنده شي چې په دې مسئله کې په ایران او ترکیه کې په لوړه کچه خلک دخیل دي.

په محکمه کې په ثبت شوي عرض کې سلیمان اسلان چې د ترکیې د یوه حکومتي بانک مشر دی او د هغه دوه مرستیالان، د لیوانت بانک او محمد هاکان اتېلا هم شامل دي.