پوتین بیا پر شمالي کوریا د بندیزونو له لګېدو سره مخالفت وښود

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو وار بیا پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو له لګېدو سره مخالفت اعلان کړ او ټینګار يې وکړ چې له شمالي کوریا سره کړکېچ له ډیپلوماتیکو لارو حل کېدلای شي.

ولادیمیر پوتین د روسیې په ولادې وستوک ښار کې د یوې اقتصادي غونډې په څنډه کې نن وویل چې شمالي کوریا خپل اټمي پروګرام او د مزایلو جوړولو پروګرام ته له ځانه د دفاع د یوازنۍ وسیلې په توګه ګوري او بند به‌یې نه‎کړي.

پوتین وویل، د هغوی وېرول ممکن نه‎دی.

د جاپان صدراعظم شېنزو ابې هم نن په ولادې وستوک ښار کې د خبرو پر مهال، پر نړیوالو غږ وکړ چې پر شمالي کوریا د امکان تر حده زیات فشار راولي څو هغه هېواد په بشپړ ډول له ملګرو ملتونو سره خپل تعهد عملي او د اټمي وسلو پروګرام بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالات ملګرو ملتونو ته پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو پر وړاندیز خبرې کوي.