د هغه پرېکړهلیک په مسوده کې چې د امریکا متحده ایالاتو ملګرو ملتونو ته وړاندې کړې وړاندیز شوی چې پر شمالي کوریا دې د تيلو پر پلورلو بندیز ولګول شي او د دې هېواد د حکومت او مشر کېم جونګ اون شتمني دې کنګل شي.
په دغې مسوده کې چې پرون امریکایي او نورو رسنیو ترلاسه کړې دغهراز غوښتنه شوې چې د کېم جونګ اون پر سفر کولو دې بندیز ولګول شي، د شمالي کوریا د نساجۍ صادرات او له دې هېواد بهر د سل زره کوریایي کارګرو تنخواوې دې بندې شي.
دغه اقدامات د شمالي کوریا د قاره ویشتونکو او اټمي وسلو د پرلهپسې ازموینو په ځواب کې کېږي.
د ملګرو ملتونو په مسوده کې دغهراز د شمالي کوریا د هوایي شرکت چې پیکېنګ او د چین نورو ښارونو او هم د روسیې ولادي واستوک ښار ته الوتنې کوي، د پانګې د بندېدو غوښتنه شوې ده.
د شمالي کوریا او د نړۍ د قدرتونو په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.
د شمالي کوریا متحدینو، چین او روسیې هم د دې هېواد وروستۍ آزموینې غندلې دي.