چارواکي: مټېس افغانستان ته د ۳۵۰۰ سرتېرو د استولو پرېکړه کړې

یوه امریکایي لوړپوړي چارواکي تائید کړې چې د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته د درې نیم زره سرتېرو د استولو پرېکړه کړې ده.

افغانستان ته د دغو سرتېرو استول د هغې ستراتېژۍ یوه برخه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې هېواد او جنوبي اسیا لپاره تېره میاشت اعلان کړه.

روېټرز اژانس د دغه امریکایي چارواکي نوم نه‎دی ښودلی، خو ویلي دي چې دغه ځواکونه به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.

د راپور له مخې د امریکا پر دفاع وزیر سربېره، د امریکا د پوځ لوی درستیز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر پرون د کانګرس غړو ته د افغانستان او سیمې لپاره د ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ په اړه پر معلوماتو ورکولو سربېره له شمالي کوریا سره د راپورته شوي کړکېچ په اړه هم بحث او خبرې وکړې.