د امریکا پوځي چارواکي وایي، د عراق یو پیلوټ تېره ورځ هغه مهال ووژل شو چې د تمریناتو پر مهالیې الوتکه راولوېده.
د ارېزونا هوایي ځواک پر خپل وېبسایټ کې لیکلي چې دغه «F-16» جنګي جټ الوتکه د سپټمبر پر پنځمه نېټه د امریکا د ارېزونا ایالت سافورډ «Safford» ښار ته څېرمه په ورځینو تمریناتو بوخته وه چې راولوېده.
ویل کېږي دغه الوتکه د عراقي ځواکونو وه.
د پیلوټ نوم تر اوسه نهدی ښودل شوی.
د امریکا هوایي ځواک د عراق له حکومت سره د یوه توافق له مخې د دغه هېواد پیلوټانو ته روزنه ورکوي.
امریکایي چارواکي وایي، یو پلاوی ټاکل شوی چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي.