د افغان حاجیانو لومړنۍ ډله تېر ماښام کابل ته ورسېده

د افغان حاجیانو لومړنۍ ډله تېر ماښام کابل ته ورسېده.

دوی د اریانا هوایي شرکت په الوتکه کې له جدې څخه کابل ته انتقال شول.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد ازادي راډیو ته وویل چې هڅه کوي هره ورځ په درېیو پروازونو کې تر زرو ډېر حاجیان افغانستان ته انتقال شي.

نوموړی زیاتوي:

"د حاجیانو د بېرته راتګ عملیات تر ۳۰ ورځو ادامه لري او هڅه کېږي چې هره ورځ تر زر تنه ډېر حاجیان انتقال کړو."

سږ کال د حج په مراسمو کې له ټولې نړۍ ۲،۳ میلیونه زیارت کوونکو ګډون کړی وو چې شااوخوا ۳۰ زره تنه‌یې له افغانستانه ورغلي وو.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وایي، د افغانستان د ټولو زیارت کوونکو شااوخوا ۴۵ سلنه‌یې ښځې وې.