د چین سفیر د بدخشان له خلکو سره د همکارۍ ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د چین سفیر د بدخشان له خلکو سره د بېلابېلو پراختیایي، کرنې او روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ پرون بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال دا ژمنه کړې ده.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د بدخشان والي وغوښتل چې هغوی د بېلابېلو پراختیایي، کرنې او روغتیایي پروژو په برخه کې له‎ دوی سره کار وکړي ځکه بدخشان یو غرنی او لیرې پروت ولایت دی، نو ځکه ډېرې ستونزې لري په تېره بیا د روغتیا په برخه کې. هغوی هم ژمنه وکړه چې د همدې لپاره‌یې دغه ولایت ته سفر کړی څو د خلکو اړتیاوې وارزوي او مرستې وکړي."

چین یو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو شااوخوا ۱۵ کلونو کې یې په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه د مس عینکو او د امو حوزې په برخه کې په افغانستان کې پانګونې کړې دي.