په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قوماندان د هغو پاڼو د خپرولو څخه چې محتویات یې اسلام ته سپکاوی ګڼل شوی بخښنه وغوښته.
رپوټونه وايي، امریکايي ځواکونو دغه پاڼې د سې شنبې په ورځ پروان ولایت کې د هوا له لارې خپرې کړي دي.
جنرال جیمس لندر په خپلې نننۍ اعلامیې کې وویل چې دوی د اسلام سپیڅلې دین او خپلو ملګرو ته په ټوله نړۍ کې درناوی لري.
جنرال لندر ډاډ ورکوي چې داسې اشتباه به بیا تکرار نه شي.