اروپايي عدلي محکمې د سلواکیا او هنګري وړاندیز چې د اروپايي اتحادېي لهخوا د پناه غوښتونکو د منلو د الزاميې سهمیې د ټاکلو خلاف یې کړی یو مخ رد کړ.
محکمې نن فیصله وکړه چې د کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره د اروپايي اتحادیې دغه میکانېزم په حقیقت کې په یونان او ایټالیا باندې د ۲۰۱۵ کال د کډوالو د بحران تأثیر کموي او متناسب دی.
دغه پریکړه د پناه غوښتونکو د منلو لپاره په براتیسلاوا او بوداپست باندې فشار اچوي.
هنګري او سلواکیا وايي چې د اروپايي اتحادیي د ۲۰۱۵ میلادي کال پروګرام چې د اتحادیي له هر غړي هېواد غواړي چې یو ټاکلی شمېر پناه غوښتونکي باید ومني غیر قانونی دی او باید لغو شي.