د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي بېسوادي اوس هم په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده.
سرور دانش نن د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې وویل چې حکومت د بېسوادۍ د لیرې کولو لپاره اغېزناک زیارونه باسي.
دی وايي:
"په خواشینۍ سره باید وویل شي چې زموږ هېواد افغانستان د بېسوادو خلکو د شمېر له کبله د بېسوادو هېوادونو د لېست په ډېره ټیټه درجه کې دی. د افغانستان له ۶۰ تر ۶۵ په سلو کې خلک بېسواده دي."
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال زیاتوي چې د ناامنیو له کبله د هېواد په ګڼو سیمو کې ښوونځي تړل شوي دي.