د هرات په یو شمېر سیمو کې د توتانو د ونو د ډېرېدو او د ښه اقلیمي شرایطو له امله سږ کال د ورېښمو د چنجیو صنعت وده کړې ده.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي امر خلیل احمد یارمند نن ازادي راډیو ته وویل چې په زنده جان، غوریان، انجیل، ګذره او اوبې ولسوالیو کې د بزګرانو تر څنګ زیات شمېر ښځې د ورېښمو د چنجیانو د روزنې او تولید کار او بار کوي.
د ورېښمو د چنجي له تار څخه په هرات کې لُنګۍ، دستمالونه، څادرونه او جامې جوړېږي او بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي.
په هرات کې زیات شمېر خلک له پخوا څخه د ورېښمو صنعت پر مخ وړي.