چارواکي: کندهار او ارزګان کې ٣٩ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کندهار او ارزګان ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٩ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات د کندهار په شاه ولي‌کوټ، خاکرېز او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې شوي دي.

اعلاميه وايي، په دغو عملياتو کې په مجموع کې ٣٩ وسله‌وال وژل شوي، ٣٢ تنه ټپيان دي او ٥٧ کړۍ ماينونه هم کشف شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

٢٠٥ اتل قول اردو وايي، د خالد ٩٦ په نوم د عملياتو په چوکاټ کې د اتل په نوم دغه پوځي عمليات له زياتې مودې راهيسې په کندهار، زابل او ارزګان ولايتونو کې پيل شوي دي.