د امریکا په جنوبي ساحلونو او کارایب ټاپوګانو کې د یوه قوي توپان خبرداری ورکړل شوی دی.
ایرما توپان په ساعت کې د ۲۳۰ کېلومتره واټن په وهلو په چټکۍ سره ختیځو ساحلونو او فلوریډا ایالت په لوري روان دی.
دا توپان څلورمه درجه اعلان شوی او تمه کېږي نن د امریکا په ختیځ وخت د شپې له خوا د فلوریډا ساحلونو ته ورسېږي.
له تېرې شپې راهیسې په دغه ایالت او د کارایب په ځینو ټاپوګانو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.