د میانمار له مشرې نه د ملالۍ یوسفزۍ غوښتنه

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د میانمار له مشرې انګ سن سوچي غوښتي چې په دغه هېواد کې د روهینګیه مسلمانانو په وړاندې روان تاوتریخوالی وغندي.

انګ سن سوچي هم د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.

ملالۍ یوسفزۍ ویلي چې نړۍ په دې تمه ده څو د سوچي غږ واوري.

په روهینیګه کې په وروستیو څو ورځو کې ۹۰ زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب چې حکومت یې ډېره پړه په روهینګیه اورپکو هم اچوي بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې:" ما په څو واره دا شرموونکې او نه مننونکې پېښه غندلې ده او اوس هم په تمه یمه څو د سولې نوبل جایزې ګټونکې مېرمن سوچي دا پېښه وغندي"

د میانمار د روهینیګیه اقلیت مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې انتقادونه زیات شوي دي.

ګڼو فعالانو له انګ سن سوچي دا هم غوښتي چې د سولې نوبل جایزه بېرته د نوبل کمېټې ته وسپاري.