خوستوالو شاعرانو د لوی اختر په ویاړ مشاعره وکړه

په دې وروستیو کې د خوست د فرهنګي ټولنو او مدني بنسټونو له‌خوا د تاریخي، مذهبي او دودیزو ورځو په مناسبت، د علمي او ټولنیزو دستورو او غونډو په خوا کې، مشاعرې هم جوړېږي.

دا ځل د دوشنبې په ورځ ناوخته په خوست کې څړبن ادبي او ټولنیزې ټولنې د لوی اختر په ویاړ، د مندوزیو سیمې په حسن‌زیو کلي کې، د بېلابېلو سیمو د شاعرانو، فرهنګیانو او مدني فعالانو په ګډون مشاعره جوړه کړې وه.

ویناوالو د غونډې ګډونوالو شاعرانو ته وویل چې شاعران باید په خپلو کلامونو کې د ټولنې د واقعیتونو ترجماني وکړي، ناخوالې او دردودنه‌يې منعکس کړي او هغه نا ویلي حقیقتونه چې په ښکاره ویل‌يې فزیکي ټکرونه رامنځته کوي، د شعر په انداز يې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو د ټولنې د سمون سبب وګرځي.

دغې غونډې او مشاعرې د شپې تر ناوخته دوام درلود.