کریم صادق په ننګرهار کې ۱۳ بې‌وزلو کونډو ته کور جوړ کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخواني کپټان کریم صادق د ۱۳ بې‌وزلو کونډو لپاره کور جوړ کړ.

د کریم صادق له لوري د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۳ کونډو ته دا کور په ۶ بسوې ځمکه کې په یو میلیون او ۶ لکه افغانۍ جوړ شوی دی.

کریم صادق وايي، دغو کونډو چې یو ماشوم‌یې هم درلود، تر شنه اسمان لاندې اړولي وو.

د ننګرهار والي د کریم صادق د دې خیریه اقدام ستاینه کړې او له سوداګرو څخه‌یې هیله کړې چې د کریم صادق په پیروۍ له بې‌وزلو سره مرسته وکړي.