د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف قرغزستان ته په سفر ځي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن سې شنبه په دوه ورځني سفر قرغزستان ته ځي.

دا به په ۱۷ کلونو کې خپل یوه ګاونډي هېواد ته د ازبکستان د یوه ولسمشر لومړنی سفر وي.

د قرغزستان د ولسمشر الماس بېک اتمبایف یوه ویاند پرون دوشنبه په بشکېک کې خبریالانو ته وویل، د ازبکستان ولسمشر به له قرغز ولسمشر او د صدراعظم په ګډون نورو چارواکو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې د دې سفر په لړ کې د دوو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې د نښه کولو د تړون په شمول، څو موافقې هم لاسلیک شي.

د ازبکستان او قرغزستان له ۱۴۰۰ کېلومتره پولې څخه نېږدې ۲۳۰یې لانجمنه ده.