د فنلنډ په مرکزي برخه کې د خلکو اعتراض سبب شو چې پولیس له خپل هېواده یوه افغانه کورنۍ ونهباسي.
د پولیسو په وینا مظاهرهچیان پرون دوشنبه د یافاسکیلا د پناه غوښتونکو په مرکز کې راټول شول او چارواکي یې پرې نهښودل چې یوه افغانه کورنۍ له فنلنډه وباسي.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د پناه غوښتونکو مرکز ته لاړل چې یوه افغانه کورنۍ له هغه ځایه وباسي، خو مظاهرهچیانو اجازه ورنهکړه.
تېره اوونۍ د بریتانیا پولیس هغه مهال د صمیم بېکزاد په نوم د یوه افغان په ایستلو کې پاتې راغلل چې د الوتکې پېلوټ د نوموړي له وړلو انکار وکړ.