وافق: افغان سوداګرې په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره سریلانکا ته ځي

په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو څلور تنه ښځینه سوداګرې د سریلانکا په یو نندارتون کې د ګډون په هدف، دغه هېواد ته ولاړې شي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې منیژې وافق نن دوشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغه نندارتون کې د افغان ښځینه سوداګرو د ګډون هدف د دایمي پېرودونکو موندل او دغه‌راز د تجربو شریکول دي.

دغه نندارتون چې په سریلانکا کې د سپټمبر په ۷مه جوړېږي، افغان سوداګرې مېرمنې دغه‌شان خپل لاسي صنایع او سوداګریز توکي لکه وچه مېوه، غالۍ او زیورات هم نندارې ته ږدي.