د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د رايې ورکولو مرکزونو د ارزونې ٩٠ فيصده نتايج دغه کمېسيون ته رسېدلي دي.
د دغو مرکزونو د ارزونې د پروسې لپاره ٤٥ ورځې ټاکل شوې وې او زر تنه موقت کارکوونکي يې پرمخ بيايي.
راتلونکې پنجشنبه د دې پروسې يوه مياشت پوره کېږي.
صالح محمد صالح د دغه کمېسيون له وياند ګلاجان عبدالبديع صياد څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې:
تر دې شېبې د رايې ورکولو مرکزونو د ارزونې چارې څنګه روانې دي؟
Your browser doesn’t support HTML5