د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ایرفورس ټایمز:

امریکایي هوايي ځواکونه د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ سره چې په افغانستان کې پرې ډېر تمرکز شوی ځان برابروي.

ایرفورس ټایمز خپرونې تردې سرلیک لاندې د یوه مطلب په پیل کې د ایرفورس ځواک د مشرې هیدر ویلسن څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، متحده ایالات چې د افغانستان د جګړې په اړه نوې ستراتیژي د ترهګرۍ په وړاندې جګړې لوري ته بدلوي او تر ډېره پردې هڅو تمرکز کوي، د هوايي ځواکونو پرسونل به هم له دې سره چې په ښه توګه د دغه ماموریت ملاتړ وکړي، ځان عیار کړي.

ویلسن په دفاع وزارت کې په خپل دفتر کې له ایرفورس ټایمز او ډیفینس نیوز سره په مرکه کې وویل، دا تر اوسه څرګنده نه‎ده چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له دوی څه غواړي.

خو هغې یادونه وکړه چې د جګړې په میدان کې د هوايي ځواک پرسونل لکه ګډ تکتیکي هوايي تنظیمونکي چې له ځمکنیو ځواکونو سره کار کوي او د هوایي ملاتړ غوښتنه کوي، په تېرو وختونو د ترهګرۍ ضد هڅو کې د هوایي ځواک یوه کلیدي برخه وه او ده.

ایرفورس ټایمز وړاندې لیکي:

د پنټاګون د هوايي ځواکونو مشرې دا رد نه‎کړه چې نورد هوایي ځواک دغه تکتیکي پرسونل افغانستان ته استول کېږي یا هم له نېژدې د هوایي ملاتړ زیات ماموریتونه ترسره کېږي. هغې بیا هم وویل چې دا مسئله د امریکا د وسله‎والو ځواکونو په مشر پورې تړلې ده.

ویلسن وویل، نوې ستراتیژي ډېره زیاته د ترورېزم د مخنیوي پر هڅو متمرکزه ده او افغانستان کې هم د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات کړي او زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي په اوږدو سیمو کې شاوخوا ۲۰ ترهګرې یا له هغوی سره تړلې ډلې فعالیت کوي چې د ترورېزم ضد هڅو له پلوه دا سیمې ډېرې د توجه وړدي.

نېشنل انټرسټ:

بلې امریکایي نېشنل انټرسټ خپرونې بیا د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د ادارې د دغې نوې ستراتیژۍ پرسیمه‎ییز اړخ ډېر تمرکز کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

ولسمشر ټرمپ په حقه دی چې باید نړۍ ته د ترورېزم پر ګواښ چې ښایي بیا د افغانستان او پاکستان له سیمې پېښ شي، تمرکز وشي.

ټرمپ ویلي متحده ایالات بیا اجازه نه ورکوي چې افغانستان د هغو ترهګرو په امن ځای بدل شي چې وکولای شي ډېر لېرې وراني رامنځ ته کړي.

خو د خپرونې په وینا هاغسې چې د سپټمبرد یولسمې له تروریستي حملو وروسته د امریکا د متحده ایالاتونو او د دې هېواد د متحدینو اقداماتو نړۍ بدله کړه، چین هم د یوه ستر اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیک قدرت په توګه راڅرګند شو.

هغه هېواد چې د نړیوال نظم لپاره خپلې طرحې لري او اغېز به یې پر نړیوالو مسایلو ډیرزیات وي.

نېشنل انټرسټ خپرونې د چین رول د سیمې لپاره د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په ترڅ کې ارزولی، هغې ستراتیژۍ چې په سیمه‎ییز اړخ کې د چین د ګاونډ هند ونډه بیا د دغې ستراتیژۍ په بریالیتوب کې مهمه بلل شوې او غوښتنه شوې چې متحده ایالات باید له دې هېواد سره له نېژدې کار وکړي او بېرته څلور اړخېز امنیتي ډیالوګ پیل کړي.